د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان له جنوبي افریقا سره سیالي کوي

د افغانستان له یوې مخکېنۍ لوبې انځور

د کرکټ د پنځوس اوریزو سیالیو د نړیوال جام په دوام سبا افغانستان خپله نهمه سیالي له جنوبي افریقا سره کوي.

دغه سیالي د افغانستان په وخت ماسپښين یوه بجه د هند په احمد اباد ښار کې ترسره کېږي.

افغانستان د دغه جام په لوبو کې تراوسه ۴ لوبې ګټلي او ۴ نورې یې بایللي دي.

افغان لوبډلې د پاکستان، انګلستان، سریلانکا او هالند لوبډلې ماتې کړي خو هند، نیوزلنډ بنګله‌دېش او اسټرالیا ته یې لوبې بایللي دي.