سټولټنبرګ: د ناټو متحدان په غزه کې د جګړې له وقفو ملاتړ کوي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، د ناټو متحدان په غزه کې د جګړې له وقفو ملاتړ کوي چې غزې ته بشري مرسته ورسېږي.

سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون په بروکسل کې د هنګري له ولسمشر کاتالین نوواک سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وایي، مهمه ده اسراییل ته دا پوهاوی ورکړل شي چې هره ورځ د ده په ټکو د فلسطین د خلکو د بشري اړتیاوو د وحشتانکه انځورونو لیدل د اسراییل له ګټو سره په ټکر کې دي.

ګوټېرېش د چهارشنبې په ورځ په غزه کې د وژل شویو ماشومانو شمېر په ټوله نړۍ کې د جګړو له کبله د وژل شویو ماشومانو له شمېر سره چې دی یې کلني راپورونه ورکوي، پرتله کړ.

هغه وویل، په کلني ډول د هغو ماشومانو شمېر چې جګړو کې وژل کېږي، سلګونو کسانو ته رسېږي.

ګوټېرېش وویل، یوازې څو محدودو ورځو کې په غزه کې زرګونه ماشومان وژل شوي چې په خبره یې دا د دې ښکارندویي کوي چې د پوځي عملیاتو د عملي کېدو په څرنګوالي کې تېروتنه شته.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

هغه پر حماس ډلې هم نیوکه وکړه چې ګواکې له ملکیانو د سپر په توګه کار اخلي.

نوموړي زیاته کړه: "د حماس له خوا د نقض پېښې شته. هغوی له انسانانو د سپر په توګه کار اخلي. خو کله چې په پوځي عملیاتو کې د ملکیانو شمېر ته ګورو، دا داسې یو شی دی چې ښکاره تېروتنه ده."

په غزه کې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې ده ویلي چې د اسراییلو په بریدونو کې تراوسه له لس زره او پنځه سوو ډېر کسان وژل شوي چې له دې ډلې څلویښت په سلو کې یې ماشومان دي.

دغه وزارت ویلي، یوازې د چهارشنبې په ورځ د جبلیه په نوم د کډوالو یوه کمپ ته نږدې د اسراییلو برید کې نژدې ۱۹ تنه ووژل شول.

کله چې حماس وسله والې ډلې د تېرې اکتوبر په ۷مه نیټه پر اسراییلو په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او له ۲۴۰ زیات نور یې برمته کړل، اسراییل یې غبرګون کې پر غزې بریدونه پیل کړل او غزې تړانګه یې کلابنده کړې ده.

اسراییل ویلي، دوی به دحماس ریښې وچې کړي.

د اسراییل پوځ چې د غزې په شمال کې عملیات کوي، له عامو خلکو غوښتي چې کورونه پرېږدي او جنوب ته ولاړ شي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې زرګونه فلسطینیان پلي له غزې د تېښتې په حال کې دي او یو شمېر یې له جامو پرته هیڅ شی نور نه لري.

د ملګرو ملتونو څارونکي وایي، په غزه کې څه باندې یونیم میلیون وګړو د خوندي ځایونو لپاره خپل کورونه پریښي دي.