اوچا: د افغانستان له درېیو دوه برخې ولسوالۍ په ناچاوده توکیو پوښلې دي

یوه ماین لرونکې سیمه - تصویر له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره، اوچا وایي، د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو دوه دریمه یې له جګړو پاتې ناچاودې وسیلو باندې پوښل شوي.

اوچا نن په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټوټیر کې کښلي چې له جګړو پاتې دغه ناچاودي وسیلې هره میاشت له شپیتو زیات کسان وژني چې زیاتره یې ماشومان دي.

اوچا د ناچاودې وسیلو له پلوه افغانستان په نړۍ کې په ترټولو ناوړه وضعیت کې بللی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې شاوخوا څلورمیاشتې مخکې په یوه راپورکې وویل چې د ۲۰۲۲ کال د جنوري نه د ۲۰۲۳ کال ترجون میاشتې پورې په افغانستان کې د ناچاوده وسیلو او ماینونو د چاودنو په نتیجه کې نژدې یولس سوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دغې کمېټې په وینا، د وژل شویو شاوخوا شپیته سلنه یې ماشومان دي.