برېتانیا د اوکراین جګړې د ملاتړ لپاره پر ۲۹ کسانو او ځینو روسي کمپنیو بندیزونه ولګول

د اوکراین د جګړې یوه څنډه

برېتانیا پرکریملین د اوکراین د جګړې د مالي ملاتړ د سرچینو د نښه کولو په ترڅ کې نن پر ۲۹ افرادو او د روسیې د سروزرو او تیلو د سکتور پرکمپنیو او ادارو بندیزونه ولګول.

د بندیزونو لپاره په نښه شویو کې په متحده عربي اماراتو کې میشته یوه شبکه هم شامله ده چې د برتانیا په وینا روسیې ته یې د سرو زرو څه باندې۳۰۰ ملیون ډالرعواید لیږدولي دي.

برېتانيا همدارنګه د روسيې د سروزرو پر دوو سترو توليدونکو، نارډ ګولډ Nord Gold Plc او هایلانډ ګولډ ماین Highland Gold Mining Ltd او پر شتمنو سیاستوالو ولاديسلاو سويبلوف او کونستانتين سټروکوف بنديزونه لګولي دي.

برېتانیا وویل، په وروستیو بندیزونو کې هغه افراد او ادارې یا شرکتونه په نښه شوي چې له روسیې سره مرسته کوي چې دا هېواد د نړیوالو بندیزونو له اغیزو ځان وژغوري.