د پاکستاني هوټل د افغان ربابي زړه خواله!

تصویر له ارشیفه

تېره شپه د کورنۍ غړو سره رسټورانټ ته تللي وو، هغه ځای کې چې تل د افغانانو شمېر پکې ډېر وو، خو اوس برعکس د هغوی حضور کم شوی دی.

د رستورانټ په یوه کونج کې یو رباب غږوونکی ناست و، چې د سندرو او رباب غږ یې په ټول رستورانټ کې خپور و.

شاید پوه شوی و چې موږ ټول په ژور فکر کې یوو، له همدې امله راغی او له خپل رباب سره زمونږ خوا ته کېناست.

هغه وپوښتل: افغانان یاست؟ کله چې ډاډه شو، ویې ویل: زه هم افغان یم او له ډېرو کلونو راهیسې دلته اوسېږم، خو د اېستلو له وېرې ویلی نشم، ځکه لږ تر لږه دلته اوس یو کار کولی شم ، خو په افغانستان کې د رباب غږولو اجازه نشته او نه د رباب مینه وال پاتې دي.

هغه په شعرونو کې خپل ارمان، بې وطني او مجبوریت څرګنداوه.

له درده ډکه موسکا يې درلوده.

دا یوه انسان ته څومره دردناکه ده چې له خپل وطنه کډه وکړي، داسې وطن چې ژوند نه وي او باید انتظار وکړي چې له لوږې او تندې ومري او تر دې هم بده دا چې هغه داسې ځای ته پناه وړي چې هلته خواړه او اوبه ورته برابریږي، خو دا چې هغه پناه غوښتونکی دی، بې عزته کیږي او انسانیت ته یې ارزښت نه ورکول کېږي.

آخر دا انسان څوک دی چې حدود یې ټاکلي او د خدای په ځمکه کې د اوسېدو حق نه ورکوي؟
#ثمینه‌حفیظي