د پاکستان موقت صدراعظم د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لامل په ډاګه کړ

د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ

د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ وایي، له پاکستانه په سلګونو زره افغان کډوال ځکه ایستل کېږي چې افغانستان له خپلې خاورې د پاکستاني سختدریځو وسله‌والو د عملیاتو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې کاکړ نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې افغانان هم په ډېرو ځانوژونکو بریدونو او له پاکستاني ځواکونو سره په نورو نښتو کې ښکېل وو او زیاته یې کړه له کله چې طالبان په کابل کې واک ته رسېدلي، په پاکستان کې د ناامنیو په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

هغه وویل، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، په پاکستان کې بریدونه شپېته سلنه زیات شوي چې په نتیجه کې یې ۲۲۶۷ تنه وژل شوي دي.

کاکړ همدارنګه وویل چې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو لپاره د اکټوبر میاشتې تر پایه د وروستي مهلت تر پای ته رسېدو وروسته له دونیم لکه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې پاکستان وایي، ډېری دغه افغانان په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي، خو کابل ټینګار کوي چې اکثریت یې په زوره ایستل شوي دي.

د پاکستان د موقت صدراعظم د دغو نویو څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت چارواکو غبرګون نه دی ښودلی، خو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال یې شېرمحمد عباس ستانکزي څو ورځې مخکې له پاکستانه د افغان کډوال ایستل ظالمانه او د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل وباله.

ستانکزي خبرداری ورکړ چې که په دې اړه خپل دریځ بدل نه کړي نو دوی به یې هم پر وړاندې سخت غبرګون وښيي.