ریچارډ بینېټ د کابل د وروستۍ چاودنې په اړه د بشپړو شفافو څېړنو غوښتنه کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي ریچارډ بینېټ په کابل کې د پرونۍ چاودنې په اړه د بشپړو شفافو څېړنو غوښتنه کړې ده.

هغه پرون سې شنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې کښلي چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د دې خونړۍ چاودنې له عاملانو سره باید حساب کتاب وشي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ټلګرام چینل ددغه برید مسوولیت اخیستی دی.

ریچارډ بینېټ ویلي چې په یوه میاشت کې دا درېیم برید دی چې هزارګان په کې په نښه کېږي.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په دې چاودنه کې اوه تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

هغه همدارنګه ویلي چې د پېښې په اړه د دوی پلټنې روانې دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته او مخکې له هغه په کابل او ځینو ولایتونو کې د شیعه ګانو پر جوماتونو او د استوګنې پر سیمو د تېرو ډېری حملو مسوولیت هم داعش ډلې منلی دی.