یونېسف: د هرات ۴۳ زره زلزله ځپلي بېړنیو روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري

د هرات زلزله ځپلي چې په خیمو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خوندیتوب صندوق یونېسف وایي، د هرات ۴۳ زره زلزله ځپلي بېړنیو روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري.

د یونېسف د افغانستان څانګې پرون په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې کښلي چې دې ته په پام چې زلزلې د دغو خلکو روغتیایي تاسیسات ویجاړ کړي، دې صندوق د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د خپلو مرستندویه شریکانو د بسپنې پر مټ سیمې ته په بېړني ډول د اتیا ټنه طبي وسایلو لېږدول تنظیم کړي دي.

یونېسف ویلي، وروستۍ زلزلې په ټول هرات ولایت کې د اوبو سیستم زیانمن کړی، خو د اروپایي ټولنې د بېړنۍ بسپنې پر مټ به په پنځو ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو کې د اوبو او فاضلابو تاسیسات ترمیم کړي چې ۱۶ زره کسان به له پاکو اوبو څخه برخمن او د پنځوس زره کسانو د ښې حفظ الصحې امکانات زیات کړي.