اروپايي ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب د بهیر پرمختګ په اړه په پلان جوړولو کار پیل شوی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وايي هېواد یې د هغو اقداماتو لپاره د پلان پر جوړولو کار پیل کړی چې په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د غړیتوب د بهیر د پرمختګ په اړه د اروپايي کمېسیون د راپور تر خپرېدو وروسته یې عملي کوي.

ولودیمیر زیلینسکي بېګا په خپل ویډیويي پیغام کې نننۍ ورځ مهمه وبلله او ویې ویل چې اوکراین له اروپايي کمیسیون څخه د دې تاریخي پرېکړې تمه لري.

زیلینسکي زیاته کړه چې اوکراین له اروپايي ټولنې سره ښه اړیکي جوړ کړي او پوهېږي چې په دې ټولنه کې غړیتوب یوه سیاسي پرېکړه ده، خو په عین حال کې دا په کاندید هېواد پورې اړه لري چې د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره د معیارونو د خپلولو په برخه کې کار وکړي.

په پام کې ده چې په ډسمبر میاشت کې د اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې دا پرېکړه وشي چې ایا له کییف سره په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب پر مسایلو خبرې پیل شي که‌نه؟