امریکا: روسیې د لاتینې امریکا په کچه د ناسمو معلوماتو د خپرولو کمپاین پیل کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

متحدوایالتونو پر روسیې تور لګولی چې د لاتینې امریکا په کچه یې د ناسمو معلوماتو د خپرولو کمپاین پیل کړی چې د اوکراین لپاره د ملاتړ د کمولو او د امریکا او ناټو پر ضد د احساساتو د پارولو لپاره رسنیو ته تبلیغاتي مواد او جعلي خبرونه برابروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې بېګا خپور شو ویلي چې د کریملین وروستی هدف دا دی چې په لاتینه امریکا کې د خبرونو اورېدونکو او لیدونکو ته د سیمه ییزو رسنیو له لارې تبلیغاتي مواد او ناسم معلومات په داسې طریقه ورسوي چې د سیمې اوسېدونکو ته حقیقي ښکاري.

دا بیان د هغو اقداماتو د مخنیوي لپاره چې واشنګټن یې د کریملین د بهرنۍ پالیسۍ د ترویج په هدف د روسیې له لوري د ناسمو معلوماتو د خپرولو هڅه بولي، د امریکا د طرحو یوه برخه ده.