اماراتو له راستانه کړای شویو افغان کډوالو سره د ۲۰زره خیمو مرسته وکړه

له پاکستانه ننګرهار ته ستانه کړای شوي افغان کډوال

له پاکستان څخه د لسګونو زرو کډوالو له ایستلو سره هممهاله متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۲۰ زره خیمې ورکړې.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پرون سې شنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل، د متحده عربي اماراتو دا مرسته وړمه شپه د هوا له لارې د کابل هوايي ډګر ته ورسېده.

ټاکل شوې ده چې دا خیمې هغو افغان کډوالو ته ورکړل شي چې پاکستان یې له خپلې خاورې باسي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د راستنېدونکو کډوالو د شمېر زیاتوالي ته په پام له نورو هېوادونو هم د مرستو هیله لري.

د پاکستان له لوري د بې اسناده کډوالو لپاره ټاکل شوی مهلت د روان نومبر په لومړۍ پای ته ورسېد.