ترکیه د هرات زلزله ځپلو ته نوره مرسته لېږي

د هرات زلزله ځپلي چې اوس هم خیمو کې ژوند کوي.

ترکیې پرون سې شنبې اعلان وکړ چې د افغانستان د هرات ولایت زلزله ځپلو ته به نوره بشري مرستې ولېږي.

د ترکیې له طبیعي او بېړنیو پېښو سره د مبارزې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تراوسه پورې یې د افغانستان زلزله ځپلو ته ۳۹ ټنه کمپلې، ۸۵ ټنه خیمې، ۴۰ ټنه د نظافت وسایل، ۳۳ ټنه جامې، ۱۵ ټنه جنرېټرونه، ۲۴۰ ټنه خوراکي مواد او شاوخوا ۴۵۰ ټنه نور وسایل لېږلي دي.

د هرات ولایت د تېرې میاشتې په پر له پسې زلزلو کې شاوخوا ۲۵۰۰ تنه مړه شول.