مسکو کې د لسګونو ښځو مظاهره؛ د اوکراین له جګړې یې د خپلو خاوندانو د ستنېدو غوښتنه وکړه

د ښځو مظاهرې پنځه دقیقې دوام نه و کړی چې پولیسو محاصره کړې او ورڅخه ویې غوښتل چې مظاهره پای ته ورسوي.

لسګونو ښځو پرون په مسکو کې مظاهرې وکړې او د اوکراین خلاف له جګړې څخه یې د خپلو خاوندانو د راستنېدو غوښتنه وکړه.

وروسته له دې چې چارواکو په مسکو کې د کرونا له کبله د محدودیتونو پر اساس د مظاهرې لپاره د دغو ښځو غوښتنه رد کړه، هغوی د خپل اعتراض د څرګندولو لپاره د کمونستانو له مظاهرې سره یوځای شوې چې د بلشویکي انقلاب د یوسلو شپږمې کالیزې په مناسبت یې کړې وه.

د ښځو مظاهرې پنځه دقیقې دوام نه و کړی چې پولیسو محاصره کړې او ورڅخه ویې غوښتل چې مظاهره پای ته ورسوي.