کابل: د دشت برچي چاودنې لږ ترلږه ۷ تنه وژلي

د افغانستان په نقشه کې د کابل ښار تصویر

د کابل په دشت برچي سیمه کې په یوه چاودنه کې لږترلږه اوه تنه وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپیان دي.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد زدراڼ نن پرخپله اېکس پاڼه په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې پخلی کړی او ویلې یې دي:

" د دشتې برچې په سیمه کې د ملکي خلکو د سورلۍ په یوهٔ کاسټر ډوله موټر کې چاودنه شوې چې په خواشینۍ سره زموږ ۷ تنه هېوادوال په شهادت رسیدلي او ۲۰ نور ټپیان دي".

د هغه په وینا سیمې ته امنیتي پلټونکي ټیمونه رسیدلي او نور جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

تراوسه د دې چاودنې مسولیت چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی، خو په دې سیمه چې اکثره اوسیدونکي یې شیعه مذهبه دي، له دې مخکې د یوشمېر چاودنو مسولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی و.