له غزې د رومانیا ۱۰۳ وګړي مصر ته ایستل کېږي

د غزې یوه څنډه

د رومانیا د بهرنیوچارو وزارت وايي، د دې هېواد ۱۰۳ وګړي او د هغو د کورنۍ غړي به نن د غزې له تړانګې څخه مصر ته وایستل شي.

دې وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د رفح د سرحد له لارې د دې کسانو د ایستلو اجازه بېګا له مصري او اسراییلي چارواکو سره له خبرو وروسته ورکړل شوه.

د بیان له مخې دا کسان به وروسته قاهرې ته واستول شي او له هغه ځایه به د هوا له لارې رومانیا ته ولاړ شي.

د راپورونو له مخې په غزه کې شاوخوا ۳۵۰ تنه رومانیایان دېره دي چې له دې ډلې ۲۶۰ کسانو د وتلو غوښتنه کړې.