د بلوچستان په چمن کې د زرګونه کسانو پرلت دوام لري

په چمن کې اعتراض کوونکي د چمن او سپین بولدک په دروازه کې د پاسپورټ او ویزې د لازمې کېدو په غبرګون کې راټول شوي دي.

د بلوچستان په چمن ښار کې د زرګونه کسانو پرلت او اعتراض نن د ۱۸مې ورځې په مخه هم روان دی.

معترضان د چمن او سپین بولدک په دروازه کې د پاسپورټ او ویزې د لازمې کېدو په غبرګون کې راټول شوي دي.

د ازادي راډیو مشال څانګې خبر ورکړی چې پر دې دروازه د تګ راتګ لپاره د نوامبر له لومړۍ نېټې د ویزې او پاسپورټ لرل لازمي شوي.

د سوداګرو ټولنو، سیاسي ګوندونو او عامو کسانو دا پرلت د اکټوبر په ۲۱مه نېټه پیل کړ.

پاکستان د چمن په دروازه کې د اسنادو لرل وروسته له هغه لازمي کړل چې د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوالو ایستل یې پيل کړل.