انټونیو ګوټېرېش: غزه د ماشومانو په هدیرې د بدلېدو په حال کې ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وایي، غزه د ماشومانو په هدیرې د بدلېدو په حال کې ده.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، ګوټېرېش د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې د اسراییلو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ملکیان، روغتونونه، د کډوالو پنډغالي، جوماتونه، کلیساوې او د ملګرو ملتونو ادارې هدف ګرځول کېږي.

هغه زیاته کړې چې هیڅوک خوندي نه دي.

د ګوټېرېش په وینا حماس او نور وسله‌وال له ملکیانو نه د سپر په توګه کار اخلي او اسراییلو خواته توغندي توغوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د بېړني اوربند او د حماس له خوا د برمته شویو اسراییلیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

وروسته تر دې چې حماس وسله والو یوه میاشت وړاندې پر اسراییلو په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او له دوو سوو زیات نور یې برمته کړل، اسرایلو پر غزې بریدونه پیل کړل.

په غزه کې روغتیایي چارواکي وایي چې د اسراییلو په بریدونو کې تراوسه له لس زرو ډېر کسان وژل شوي چې څه باندې څلور زره یې ماشومان دي.