ویګناراجا: د افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه باید له طالبانو سره خبرې وشي

ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو یوې چارواکې یوځل بیا د افغان ښځو او نجونو د تعلیم او کار موضوع رابرسېره کړې او غوښتنه یې کړې ده چې باید د دې ستونزې د حل لپاره نړیواله ټولنه له طالبانو سره خبرې وکړي.

د آسیا پاسیفیک سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې د ساحوي دفتر مشرې کاني ویګناراجا پرون د جاپان له 'این ایچ کې' خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې نړیواله ټولنه باید په دې اړه له طالبانو سره ډیالوګ وکړي او د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.

مېرمن ویګناراجا همداراز د افغان مېرمنو د ذهني روغتیا او په کم عمر د نجونو د ودونو په اړه، هغه هم په داسې حالت کې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت خورا زیات خراب شوی، اندېښنه څرګنده کړه.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېرو څه کم دوه نیمو کلونو کې په تدریجي ډول لومړی د نجونو لېسې او منځني ښوونځي بند کړل، ورپسې یې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او له هغه وروسته یې د نجونو د پوهنتونونو دروازې هم بندې کړې.