غزه کې جګړه: ملګري ملتونه: زمونږ د مرستندویه موسسو ۸۸ کارکوونکي وژل شوي

غزه کې د مرستندویه موسسو کاروانونه

ملګري ملتونه وايي چې د دې سازمان د مرستندویو موسسو ۸۸ تنه کارکوونکي د اسراییلو او حماس ترمنځ په جګړه کې وژل شوي دي.

دې سازمان په غزه کې د اوربند لپاره غږ کړی دی.

د ماشومانو لپاره د مرستې د صندوق یا یونېسف او د روغتیا د نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' په ګډون د ملګرو ملتونو د ۱۸ ادارو مشرانو په یوه بې‌سارې ګډه اعلامیه کې ویلي چې تقریباً له یوې میاشتې راهیسې نړیوال، په اسراییل او د فلسطینیانو په اشغال شوي قلمرو کې د وضعیت بدلون او انساني تلفاتو ته په وحشت او وېرې سره ګوري.

په بیان کې راغلي چې د اکټوبر په اوومه پر اسراییلو د حماس ډلې له برید او په ځواب کې یې د غزې پر تړانګه د اسراییلو له بمباریو وروسته د ملګرو ملتونو د ۸۸ کارکوونکو په ګډون د مرستندویو ټولنو لسګونه کارکوونکي وژل شوي دي.