تېرا کې د څو پاکستاني سرتېرو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی

د پاکستان یو شمېر پوځیان - تصویر له ارشیفه

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په تېرا کې له وسله والو سره په نښتو کې د څو سرتېرو د وژل کیدو خبر ورکوي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې نن په یوه اعلامیه کې وویل چې پرامنیتي ځواکونو هغه مهال برید وشو چې د خیبرپښتونخوا ایالت د خیبرولسوالۍ په تیرا سیمه کې یې عملیات کول.

پوځ له وسله والو سره په نښتو کې د یوه ډګرمن په ګډون د څلورو سرتیرو د وژل کیدوه خبره کړې ده.

د پوځ په وینا، په نښتو کې درې سخت دریځي هم وژل شوي دي.

تراوسه د دغه برید مسوولیت چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی، خو په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي چې په دې وروستیو کې په هغه هېواد کې د حکومت پرضد بریدونه زیات کړي، فعال دی.