د طالبانو حکومت: ایران ته د سلګونه زره ډالرو او یورو قاچاقبر نیول شوی

تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، هغه کس یې نیولی چې ایران ته یې سلګونه زره ډالر او یورو په قاچاقي ډول لېږدول.

دغه وزارت نن ( د لړم ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نیول شوي کس څلور نیم لکه یورو او یو لک او پنځوس زره ډالر په یوه ترانزیتي ټیکسي کې ځای پر ځای کړي وو.

د اعلامیې له مخې، موټر کې یو نیم میلیون سعودي ریال هم و خو دا معلومات نشته چې قاچاق وړونکی څوک او دا پیسې یې څنګه ترلاسه کړې وې.

تر دې وړاندې د افغانستان د صرافانو ټولنې ازادي راډیو ته تایید کړې وه چې ایران او پاکستان ته د افغانستان له خوا ډالر په قاچاقي ډول وړل کیږي او همدې چارې د افغانیو پر ثبات هم منفي اغېز کړی و.

معلومه نه ده چې دغه قاچاق وړونکي څوک دي، خو د کابل په بازاراونو کې په وروستیو میاشتو کې د افغانیو ارزښت ښه شوی او یو ډالر چې پخوا تر نوي افغانیو پورې تبادله کېده، اوس په شاوخوا ۷۲ افغانیو تبادله کیږي.