د اوکراین پر اودیسې د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان شوي

د اوکراين پر اوديسې د بريدونو انځور

د اوکراین پر اودیسې بندري ښار د روسیې د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د اودیسې والي اولیح کیپر ویلي چې په دغو بریدونو کې د یوه موزیم ودانۍ، د بندر تاسیسات او د هستوګنې کورونه زیانمن شوي دي.

په بریدونو کې د غلودانو ګدامونو ته هم زیان اوښتی دی.

د اودیسې والي ویلي، د دوی د هوايي دفاع ځواکونو د روسیې له خوا توغول شوې ۱۵ بې پیلوټه الوتکې شنډې کړي هم دي.