د طالبانو له بنده د بندي فعالانو او ژورناليستانو د خوشې کېدو غوښتنه وشوه

افغان ښځينه فعالانې. د عکس ښي لور ته ژوليا پارسي او ندا پرواني چې اوس د طالبانو بند کې دي.

قلم لارې ټولنې د طالبانو له حکومته غوښتي چې په زندانونو کې بې برخه لیکه بندیان په ځانګړې توګه ښځینه فعالانې، ژورناليستان او فعالان ژر تر ژره ازاد کړي.

دغې ټولنې نن د لړم ۱۵مه په یوه اعلامیه کې د خپل مشر او د تعلیم د فعال مطیع الله ویسا د ۲۱۵ ورځې زنداني کېدو لاملونه غیر عادلانه بللي دي.

ويسا د روان کال د مارچ په پای کې په کابل کې ونیول شو او طالبانو هغه د 'حکومت ضد فعالیتونو' په ترسره کولو تورن کړ، خو کورنۍ یې دا تور رد کړی و.
مطیع الله ویسا د اکټوبر میاشتې په ۲۶مه د طالبانو له بنده ازاد شو.

په اعلامیه کې دغه راز غوښتنه شوې چې ملت ته باید د هغوی اساسي حقونه لکه د زده کړو، کار او د بیان ازادۍ حقونه ورکړل شي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو منع کړي او په نادولتي موسسو او یوشمېر نورو ټولنیزو چارو کې یې د هغوی د کار کولو مخه نیولې ده.