د طالبانو حکومت پاکستان ته د سخت غبرګون د ښودلو خبرداری ورکړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی پاکستان ته خبرداری ورکوي چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپله رویه بدله کړي، ګنې دوی به یې پر وړاندې سخت غبرګون وښيي.

ستانکزي چې نن یې په کابل کې 'د افغانستان راتلونکي اقتصادي پراختیا په تړاو نړیوال کنفرانس' تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، د پاکستان امنیتي ځواکونه ظالمان او رشوت خواره وبلل او ویې ویل چې له افغان کډوالو یې د هغوی پیسې او شتمنۍ لوټلي دي.

هغه له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج ظالمانه او یو طرفه پرېکړه وبلله او زیاته یې کړه، دا ډول اخراج د ګاونډ‌یتوب او ټولو نړیوالو اصولو خلاف دی.

نوموړی وايي: "کوم تصمیم چې دوی نیولی دا یو ظالمانه تصمیم دی، موږ یې په کلکه ټکو غندو. هیچا ته حق نه ورکوو چې زموږ په خویندو، ورونو او ماشومانو داسې ظلم وکړي، لکه څه ډول چې یې د پاکستان امنیتي ځواکونه کوي. موږ ډېر زغم وکړ، له حوصلې مو کار واخیست او شدید عکس العمل مو ونه ښود. زموږ غوښتنه دا ده چې دوی خپل رویې ته بدلون ورکړي او موږ مجبور نه کړي چې د دوی د عمل په مقابل کې عکس العمل وښیو."

ستانکزي دا هم وویل چې پاکستان افغان کډوال یوه وسیله ګرځولې چې له نړۍ پرې میلیاردونه ډالر تر لاسه کړي او د افغان کډوالو له وجوده یې ډېرې مالي ګټې په لاس راوړي دي.

دا په داسې حال کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ روانه ده او د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت د شمېرو له مخې، نږدې ۳سوه زره افغانان وروستیو کې د پاکستان له‌خوا افغانستان ته را شړل شوي دي.