کرزي له افغان زلزله ځپلو او راستنېدونکو کډوالو سره د یوناما د مرستو دوام غوښتی

د کرزي او پوټزل له لیدنې یو انځور

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوناما له سیاسي مرستیال مارکوس پوټزل نه غوښتي چې د هرات زلزله ځپلو او له پاکستانه راستنېدونکو کسانو سره، مرستې جارې وساتي.

د حامد کرزي دفتر پرون یکشنبه پر خپله ایکسپاڼه زلزله ځپلو او راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند او کور جوړولو په برخه کې د یوناما د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

په دې لیدو کتو کې دواړو لوریو د نجونو پر تعلیم او د مېرمنو پر کار هم ټینګار کړی دی.

طالبانو د نړیوالو له غوښتنو سره سره نجونې له تعلیم او مېرمنې په نادولتي موسسو کې له کاره منعه کړي او په ډېرو نورو ټولنیزو چارو کې یې هم پر ښځو محدودیتونه لګولي دي.