د بلوچستان په چمن کې پرلت شپاړسمې ورځې ته رسېدلی

په چمن کې افغانستان ته د تګ راتګ پر لاره د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو پر ضد د پرلت یو انځور

د بلوچستان په چمن ښار کې افغانستان ته د تګ راتګ پر لاره د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو پر ضد پرلت پرون شپاړسمې ورځې ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې د ازادي راډیو مشال څانګې لیکلي چې د چمن انتظامیې له پلان سره سم د نومبر پر لومړۍ نېټه پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرلو شرط عملي کړ.

د سوداګرو اتحاديې او سياسي ګوندونو دا پرلت د اکټوبر پر ۲۱مه پيل کړی او غوښتنه کوي چې چارواکي دې د چمن او سپين بولدک ترمنځ پر دروازه خلکو ته د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړي.

دوی وايي، له افغانستان سره پر پوله د تجارت او تګ راتګ لپاره د پاکستان د حکومت د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو شرط نه مني، ځکه چې په خبره يې له دې کار سره د سيمې زرګونه کسان بې‌روزګاره کېدای شي.

په پرلت کې د لویو سوداګرو ترڅنګ هغه مزدوران هم شامل دي چې پخوا به یې هره ورځ د چمن او سپین بولدک ترمينځ سامانونه لېږدول.

پرلتوال وايي، د ټولو سیاسي ګوندونو له ملاتړه برخمن دي او زیاتوي چې د غوښتنې تر منل کېدو پورې خپل احتجاج ته دوام ورکوي.