ملا برادر د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

ملا برادر او د ایران د بهرنیو چارو وزیر

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تهران ته د خپل سفر پر مهال د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره وکتل.

د ملا برادر دفتر په په خپله اېکس شبکه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي او نورو برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې وشوې.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان غواړي چې د ایران له لارې خپل صادرات او واردات زیات کړي او په دې برخه کې یې له ایرانه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ملا عبدالغني برادر د طالبانو د یوه هیئت په مشرۍ پرون شنبه تهران ته لاړ.

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه هیئت پرون په ضمن کې د ایران او افغانستان د ګډ اقتصادي کمیسیون په غونډه کې ګډون وکړ.

دغه اژانس لیکلي، د سوداګرۍ، ټرانزیت، انتقالاتو، ګمرک او چاپېریال په برخو کې د ګډو کاري ډلو ایجاد په دې غونډه کې د بحث عمده ټکي وو.

د طالبانو ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو هیئت پرون شنبه تهران ته لاړ.

طالبانو ویلي، چې دغه سفر د ایران په رسمي بلنه شوی دی.

د ایران په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ایران له هغو هېوادونو دی، چې د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.