پاکستان: تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو ۱۵ زره نور افغان کډوال هم ووېستل

له پاکستانه یو شمېر اېستل شوي افغان کډوال

د پاکستان چارواکو نن ویلي، چې ۱۵زره نور افغان کډوال یې هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان ته اخراج کړي دي.

د پاکستاني حکومت د شمېرو له مخې، په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر څلورو ملیونو او څلور سوه زره کسانو ته رسېږي، چې یو ملیون او اووه سوه زره یې قانوني اسناد نه لري.

پاکستان د اکتوبر تر ۳۱مې دغو بې اسناده کډوالو ته مهلت ټاکلی و، چې له پوره کېدو سره یې افغانستان ته د دوی د اخراج پروسه ګړندۍ شوه.

د پاکستان پر دغه اقدام ګڼو لوېدیځو حکومتونو او د بشري حقونو ډلو انتقادونه کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، تر اوسه له پاکستانه د اخراج شویو افغان کډوالو شمېر ۲سوه زرو ته رسېدلی دی.

بلخوا: د کډوالۍ نړیوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ استازو د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره د راستنېدونکو پر ستونزو خبرې وکړې.

ملي راډیو ټلویزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن خبر ورکړی، چې په دې کتنه کې راستنېدونکو ته د دایمي سرپناوو پر جوړولو او د کاري فرصتونو پر برابرولو خبرې وشوې.