اروپایي ټولنه پر روسیې نوي بندیزونه لګوي

د اروپايي ټولنې بیرغ

د اروپايي کمیسیون مشره وايي چې اروپايي ټولنه به د روسیې پرضد تازه بندیزونه اعلان کړي.

اورزولا فان دیرلین پرون شنبې کییف ته د سفر پرمهال وویل چې په نویو اقداماتو کې له روسیې پر وارداتو او صادراتو نور بندیزونه او د تېلو د بیې لپاره د تازه حد ټاکل شامل دي.

مېرمن فان دیرلین همداراز د اوکراین په پارلمان کې د وینا پرمهال وویل چې په اروپا کې ډېری خلکو د یوې اوږدې مودې لپاره داسې انګېرله چې له روسیې سره راکړه ورکړه او د اروپا په نظم کې د هغې ګډون ممکن دی خو نتیجه یې ورنکړه.

د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه، پر اوکراین د روسیې له بې دلیله یرغل وروسته اروپايي ټولنې په څو پړاوونو کې پر مسکو بندیزونه لګولي دي.