یوه ډله افغان بندیان له پېښور زندان څخه را خوشې شول

په پاکستان کې د افغان بندیانو یو مخکینی تصویر

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې په اساس د پېښور له زندان څخه ۲۱ تنه نور بندیان هم پرون تورخم ته واستول شول.

د پېښور د مرکزي زندان یوه چارواکي د پاکستان اسوشیتید پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې له دې سره له دې زندانه افغانستان ته د استول شویو بندیانو شمېر ۷۶ ته ورسېد. دې چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، تایید کړې چې په دې ۷۶ کسانو کې ۵۲ تنه کم عمره بندیان وو، چې تېره چارشنبې له دې زندانه افغانستان ته واستول شول.

د نوامبر په لومړۍ نېټه له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د مهلت له پای ته رسېدو سره سم پاکستاني چارواکو ویلي چې هره ورځ د لسو زرو په شاوخوا کې بې اسناده افغان کډوال له دې هېواده ایستل کېږي.