غزه کې د اسراییلو پر بمبار اعتراض؛ ترکیې له تل ابیب څخه خپل سفیر ور غوښتی

د اسراییل په بمبار کې د غزې یو شمېر وژل شوي ملکیان

ترکیې د اسراییل له خوا د غزې د بمبارۍ په دوام په تل ابیب کې خپل سفیر وربللی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیانیه کې وویل، چې «پر ملکیانو د اسرائیل د بمباریو د دوام له کبله په غزه کې د بشري تراژیدۍ په منځ کې» په تل ابیب کې د ترکیې استازی د سلا مشورو لپاره وربلل شوی دی.

په بیانیه کې دغې پرېکړې ته دا توجېه ورکړل شوې، چې اسراییل د اوربند لپاره غوښتنې نه دي منلي او بشري مرستو ته یې لا اجازه نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل او حماس ډلې له جګړې لنډه شېبه وروسته په انقره کې د اسرائیل سفیر له ترکیې ووت.