کندهار: ترافیکي پېښه کې ۳ تنه مړه او ۴ ټپیان شول

د افغانستان په نقشه کې د کندهار ولایت

په کندهار کې د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن غرمه د کابل- کندهار پر لویه لار په دامان ولسوالۍ کې شوې ده.

د کندهار د میرویس روغتون یوې سرچینې ازادي رادیو ته وویل چې د پېښې له ځایه درې مړي او څلور ټپیان ور وړل شوي، چې په ټپیانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دی.

د کابل - کندهار پر لویه لار ګڼې ترافیکي پېښې کېږي چې عمده علت یې د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل کېږي.