افراطي وسله والو د پاکستان د هوایي ځواک پر یوې روزنیزې اډې برید کړی

تصویر له ارشیفه، د پاکستان د هوایي ځواک یو شمېر غړي

شپږو افراطي وسلوالو نن د پاکستان د پنجاب ایالت په میانوالي کې د هوايي ځواک پر یوې روزنیزې اډې برید کړی او درې الوتکې یې زیانمنې کړې دي.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې درې وسلوال دغې اډې ته تر ننوتلو مخکې وژل شوي او درې نور راایسار کړای شوي دي.

د پوځ په خبره په پېښه کې درې الوتکې او د تېلو یو تانکر زیانمن شوی دی.

د پاکستان پوځ ویلي چې دغه حمله شنډه شوې، د پوځي پرسونل او شتمنیو خوندیتوب ډاډمن شوی دی.

د پوځ په خبره چې د سیمې د تصفیې لپاره عملیات روان دي او پوځیانو د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.

تحریک طالبان پاکستان یا (TTP) د دې حملې مسوولیت منلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون جمعه ۱۴ پوځیان په بلوچستان کې هغه وخت ووژل شول، چې د موټرو پر کاروان یې حمله وشوه او شپږ ملکیان بیا په خیبرپښتونخوا کې د پولیسو پر موټر د حملې پر مهال ووژل شول.