اوچا: د هرات زلزله ځپلو ته د غوښتل شوې مرستې ۲۶ سلنه را ټوله شوې

د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو یوه څنډه

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، له هغې بسپنې څخه چې د هرات د زلزلې له مصیبت ځپلو سره د مرستې لپاره یې غوښتې وه، یوازې په سلو کې ۲۶ یې ترلاسه کړې ده.

اوچا په یوه راپور کې چې پرون یې خپور کړ ویلي دي چې د ژمي په درشل کې یې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۹۳ میلیون دالره بسپنه غوښتې ده.

په راپور کې راغلي دي چې مرستندویې موسسې، په سیمه کې له اړو خلکو سره د خېمو، نغدو پیسو، خوړو، روغتیايي خدماتو او نورو برخو کې مرستې کوي.

د هرات د زلزلې د زیانونو په اړه د اوچا په دوهم راپور کې ویل شوي چې دې زلزلې له ۴۸ زرو ډېرو کورونو ته زیان اړولی چې له دې ډلې ۱۰ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

په هرات کې د تېرې میاشتې د زلزلې په نتیجه کې له یونیم زر زیات کسان مړه او له دوو زرو زیات نور ټپیان شول.