د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ نیدرلینډ افغانستان ته د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه

د نیدرلینډ او افغانستان له روانې سیالۍ یو انځور

نن د هندوستان په لکنو ښار کې د کرکټ نړیوال جام ۳۴مه سیالي د افغانستان او نیدرلینډ لوبډلو ترمنځ روانه ده.

نیدرلینډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۷ اورونو کې ۱۷۹ منډې وکړې.

یادې لوبډلې ته سېبرن اینجیل ښه ولوبېد چې ۵۸ منډې یې وکړې.

د نیدرلینډ په توپوهونکو کې نن څلور لوبغاړي رن اوټ شول.

په افغان توپ اچونکو کې محمدنبي ۳، نور احمد۲ او مجیب الرحمت یوه وېکټ واخېسته.

که افغانستان نننۍ سیالي وګټي، نو د نومرو مجموعه به یې ۸ ته لوړه شي او نیمه پایلوبې ته به لا نېږدې شي.