پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر ګړندي کولو لپاره نور مرکزونه هم پرانیستل

په چمن کې د پاکستان له لوري دافغان کډوالو د ایستلو لپاره د یوه مرکز انځور

د پاکستان یو چارواکی وايي چې نن پر ډیورند کرښه ځینې نور مرکزونه هم پرانیستل شول چې له پاکستانه د لسګونو زرو افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړي.

په خیبر کې د کمېشنر مرستیال عبدالناصر خان رویټرز اژانس ته ویلي، پر تورخم دروازه چې ډېر کډوال ورڅخه افغانستان ته اوړي، د دغو مرکزونو شمېر درې برابره زیات شوی دی.

هغه زیاته کړې چې تر اوسه شاوخوا ۲۰زره کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د رویټرز د خبر له مخې د چمن له لارې بیا تر ۳۵زره ډېر بې اسناده افغانان، خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په همدې حال کې شکایتونه شته، چې د پاکستان پولیسو ځینې افغانان چې قانوني اسناد یې هم لرل، نیولي او اخراج کړي دي.