د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان به لومړی توپ اچونه کوي

د افغانستان د مخکېنۍ لوبې یو انځور

د کرکټ نړیوال جام ۳۴مه سیالي نن د افغانستان او نیدرلینډ یا هالنډ ترمنځ ترسره کېږي.

د لوبې پچه نیدرلینډ وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

د دواړو لوبډلو په یولس کسیز ترکیب کې یو یو بدلون راغلی دی.

افغانستان نن یو وار بیا نوراحمد لوبډلې ته راوستی او نوین الحق ته یې دمه ورکړې ده.

یاده سیالي د هندوستان د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې ترسره کېږي.

دواړو لوبډلمشرانو د ټاس پرمهال نننۍ سیالي مهمه وبلله، که افغانستان یې په ښه توپیر وګټي، نو ښایي تر څلورم مقامه ورسېږي.