په بدخشان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۴ کسان مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

په بدخشان کې د طالبانو یو امنیتي چارواکی په دې ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې د څلورو کسانو د مړه کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د دوو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي چې دغه پېښه پرون له غرمې وروسته د دې ولایت په یمګان ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې یو فلانکوچ ډوله موټر له لارې واوښت او سیند ته ولوېد.

هغه زیاته کړه چې په موټر کې سپاره کسان له کابله بدخشان ته روان و.

د دې پېښې علت د لارې خرابوالی ښودل شوی دی.