اوچا: د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ روانه ده

ارشیف: د هرات یو زلزله ځپلي د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې یونېسف له لوري مرسته ترلاسه کړې او خپلې خیمې ته یې لېږدوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ روانه ده.

اوچا پرون پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه کې کښلي چې تراوسه یې له څلویښت زره زیاتو کسانو ته د بشپړ مینځلو کڅوړې ورکړي، ۱۶ زره کورنیو ته یې مخلوط خوراکي توکي او شپږ نیم زره کسانو ته یې بېړنۍ سرپناوې برابرې کړې دي.

اوچا همدارنګه وایي، له څه کم نهو زره کسانو سره یې غیرخوراکي مرستې کړي او له نهو زرو زیاتو کسانو سره یې د شړیو د بستو او ۵زره او درې سوه کسانو سره یې هم د ژمنیو جامو مرسته کړې ده.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم پرون په خپل ایکسپاڼه کې ویلي چې متحده ایالات په دې ویاړي چې د هرات له زلزله ځپلو سره یې د ۹ میلیون ډالرو مرسته کړې ده.

خو د نړیوالو له دغو مرستو سره سره د هرات یو شمېر زلزله ځپلي د سرپناوو په ګډون د ژوند د لومړنیو امکاناتو له کمښت څخه شکایت کوي.