د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ هندوستان نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د کرکټ په روان پنځوس اوریز نړیوال جام کې هندوستان خپله ۷مه سیالي د ۳۰۲ منډو په توپیر له سریلانکا وګټله او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

هندوستان چې ۷ سیالۍ یې کړي او ټولې یې ګټلي دي، لومړنۍ لوبډله شوه چې نیمه پایلوبې ته رسېږي.

د اکټوبر په دوهمه نېټه د ممبي په وانکيډي لوبغالي کې هندوستان سریلانکا ته د ۳۵۸ منډو هدف ټاکلی و، خو یادې لوبډلې یې په ځواب کې یوازې ۵۵ منډې وکړې.

د هند لپاره په توپوهنه کې شبمن ګیل ۹۲، ویرات کولي ۸۸ او شریس آیر ۸۲ منډې کړې وې.

د سریلانکا چټک توپ اچونکي مدوشنکا بیا ۵ هندي توپوهونکي سوځولي وو.

د یادې لوبډلې ټول توپوهونکي په ۲۰م اور کې وسوځېدل او په روان نړیوال جام کې یې تر ټولو کمې منډې وکړې.

هند ته بیا د چټکو توپ اچونکو ډلې یو وار بیا ښه لوبه وکړه چې محمدشامي په کې ۵، محمد سراج ۳ او جسپريت بومرا یو لوبغاړی وسوځاوه.

شامي د دې سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.

ټاکل شوې چې سبا د اکټوبر په درېیمه نېټه افغانستان او نیدرلینډ سره سیالي وکړي.