په بغلان کې د ترافیکي پېښې له کبله یوه مېرمن وژل شوې

ارشیف

د بغلان ولایت په برکي ولسوالۍ کې په یوې ترافیکي پېښه کې یوه وژل شوې ده.

د دې ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې دغه ترافیکي پېښه نن سهار پنجشنبې د لړم ۱۱مه د بغلان د برکي ولسوالۍ په تاوه شخ کوتل سیمه کې د یو عراده فیلډر موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

په پېښه کې د یوې ښځې په وژل کېدو سربېره د یو ماشوم په ګډون درې تنه نور ټپیان شوي هم دي.

تېره شپه هم د بغلان په پلخمري کې په یوې ترافیکي پېښه کې ۳ تنه وژل شوي وو او ۷ تنه نور ټپیان شوي وو.