جرمني له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده

له پاکستانه افغانستان ته روانې شوې د افغان کډوالو کډې.

جرمني له پاکستان څخه د لکونو افغان کډوالو پر ایستل کېدو اندېښنه ښکاره کړه.

د 'ډي پي اې' خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پرون وویل، دا هېواد د هغو افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي چې ټاکل شوې ده جرمني ته ولېږدول شي.

ده ونه ویل چې څومره افغانان به له پاکستان څخه جرمني ته بوځي.

پاکستاني چارواکو مخکې ویلي و، هغه افغان کډوال به له پاکستان څخه ونه باسي چې له دغه هېواده جرمني ته د تلو انتظار باسي.

پاکستان له نن څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو جبري بهیر رسماً پیل کړی دی.