سیګار: ملګري ملتونه په هرو پنځلسو ورځو کې افغانستان ته ۸۰ میلیون ډالره نغدې پیسې لېږي

ارشیف

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر یا سیګار وایي، شاوخوا په هرو دوو اوونیو کې ملګري ملتونه افغانستان ته اتیا میلیون ډالره نغدې پیسې لېږدوي چې په دې هېواد کې پر بشري چارو لګول کېږي.

دا خبره سیګار پرون چهارشنبې د امریکا کانګرس ته په وړاندې کړي خپل نوي درې میاشتنې راپور کې کړې او ویلې دي چې دغه پیسې نه د افغانستان مرکزي بانک ته لېږدول کېږي او نه هم طالبانو ته ورکول کېږي بلکې هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د مالي څارنې او ارزونې د ځانګړي میکانیزم له لارې په دې هېواد کې پر بشري چارو لګول کېږي.

د راپور له مخې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې کال د ډسمبر میاشتې نه تر د ۲۰۲۳ کال د جولای تر میاشتې پورې ملګرو ملتونو ۲،۹ میلیارد ډالره کابل ته لېږدولي او پر بشري چارو یې لګولي دي.

ویل کېږي، د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ثبات یو عامل کابل ته هره میاشت د په لسګونو میلیون ډالرو نغدو مرستو لېږد دی چې ارزښت یې د ډالر پر وړاندې نور هم پورته تللی.

پرون چارشنبې څه باندې ۷۳ افغانۍ د یوه ډالر په وړاندې تبادله کېدې.

سیګار په خپل نوي راپور کې یوځل بیا ټینګار کړی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې امریکا د افغانانو تر ټولو لوی مرستندویه هېواد پاتې شوی دی.