طالبان له بهره ستنېدونکو افغان محصلانو او استادانو ته د زده‌کړو او تدریس زمینه برابروي

د پېښور پوهنتون یوه څنډه. د پاکستان د دې پوهنتون په ګډون ډېری پوهنتونونو کې افغان محصلان زده کړې کوي او د پاکستان د وروستۍ پرېکړې له کبله وېره ده چې افغان محصلان به هم افغانستان ته ستانه کړل شي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت وایي، ټولو هغو محصلانو او د پوهنتونونو استادانو ته چې له بهره له کډوالۍ بېرته خپل هېواد ته راستنېږي، د افغانستان د لوړو زده کړو په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړې او تدریس زمینه برابره کړي.

د دې وزارت په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پرون چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې ویل شوي چې هغه افغان محصلان چې په بهر کې یې زده کړې پای ته نه وي رسېدلي، د هغوی تحصیلي اسنادو ته په کتو په پوهنتونونو کې جذب شي او همدارنګه د استادانو لپاره د هغوی د لیاقت او وړتیا پر اساس به د استادۍ په برخه کې د خدمت زمینه برابره کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له بهره راستنېدونکو افغان محصلانو او استادانو ته د زده کړې او تدریس د زمینې برابرولو خبره داسې مهال کوي چې په کور دننه له شپږم ټولګي پورته نجونې له منځنیو، ثانوي او پوهنتوني زده کړو بې برخې دي.

د راپورونو له مخې د طالبانو د واکمنۍ په دې څه باندې دوه کلنه دوره کې د پوهنتونونو یو شمېر استادانو خپلې دندې پریښي او کډوالۍ ته یې مخه یې کړې ده.