د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان له هالنډ سره سیالي لري

د افغانستان او سریلانکا له تېرې لوبې یو انځور. افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه د توپوهنې پر مهال لیدل کېږي.

د کرکټ د ۲۰۲۳م کال د نړیوال جام سیالیو په لړ کې سبا جمعه افغانستان له هالنډ سره لوبه کوي.

دغه پنځوس اووره یا یو ورځنۍ لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین پر یوه پیلېږي.

دا په دې جام کې د افغانستان شپږمه سیالي ده.

افغانستان درې سیالي بایللي او درې یې ګټلي دي.

افغانستان له پاکستان، انګلستان او سریلانکا لوبې ګټلي، خو پر هند، بنګله‌دېش او نیوزیلنډ یې بایللي.

افغانستان له هالنډ سره پنځه واره تر دې مخکې لوبې کړي چې څلور یې ترې ګټلي دي.

نن پنجشبنې کوربه هند د سریلانکا پر وړاندې سیالي ترسره کوي او پرون چهارشنبې جنوبي افریقا د ۱۹۰ منډو په تفاوت نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه.

د کرکټ د سږ کال د نړیوال جام سیالۍ د اکټوبر میاشتې پر پنځمه په هند کې پیل شوي او د نومبر پر نولسمه ختمېږي.