پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري: د افغان کډوالو په جبري ستنولو ژوره اندېښنه لرو

له پاکستانه خپل هېواد ته یو شمېر ستنیدونکي افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو.ان.ایچ.سي.ار) وایي، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر بهیر ژوره اندېښنه لري.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د دغې ادارې ویاند قیصر اپریدي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغانستان ته په لېږل کېدونکو کډوالو کې داسې کسان هم شته چې افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

نوموړي زیاته کړه:

" هلته په افغانستان کې خپله هم بشري ننګونې شته. د نجونو د ښونځیو مسله ده. پاکستان کې داسې پروفایل والا کسانشته چې هغوی نه شي کولای بیرته افغانستان ته ولاړ شي. ځکه مونږ دا ګڼو چې هلته د هغوی ژوند او ازادۍ ته خطر دی."

ښاغلی اپریدی وایي، پاکستان هغه افغانان هم باسي چې تېرو دو کلونو کې یې هغه هېواد ته پنا وړې او هیڅ ډول اسناد نه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري یوځل بیا د پاکستان له حکومته غواړي چې افغانستان ته د کډوالو ستنول داوطلبانه کړي او له جبري ستنولو لاس په سر شي.