د افغان کډوالو د اېستلو د عملیاتو د پيل اعلان؛ بګټي: پاکستان جدي دی

له پاکستان څخه خپل هېواد ته یو شمېر ستنیدونکي افغان کډوال

په یوه ویډیو کې چې له اسلام‌اباده یو افغان کډوال ازادي راډیو ته رالېږلې، لیدل کېږي چې پولیسو یو افغان نیولی او غواړي کمپ ته یې له انتقال وروسته، افغانستان ته ولېږي.

د دې ویډیو اخیستونکي زبیرالکوزي ازادي راډیو ته وویل، نیول شوي کس پاسپورټ او ویزه هم درلوده، خو پاکستاني پولیسو بیا هم ونیوه.

الکوزی زیاتوي:

"سهار یې ۷ بجې او ۱۵ دقیقې د اسلام‌اباد په D-94 سیمه کې د صمیم په نوم زموږ یو دوست له ویزې او پاسپورټ سره یو ځای ونیوه. "

ده دا هم وویل چې د اسلام‌اباد په F-17 سیمه کې دوه تنه نور افغان کډوال هم ونیول شول، خو لا معلومه نه‌ده چې کوم ځای ته انتقال شوي دي.

په همدې حال کې له یو شمېر نورو سیمو هم ازادي راډیو ته رالېږل شویو غږونو کې افغان کډوالو د پولیسو له‌خوا د افغانانو د نیول کېدو خبره کړې.

هاخوا جیوز نیوز پاکستاني ټلویزیون راپور ورکړی چې یوازې په کراچۍ کې له سلو زیات هغه افغان کډوال نیول شوي چې پاکستان کې یې د اوسېدو لپاره قانوني مجوز نه‌درلود.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت اعلان کړی چې په ټول پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او د کډوالو کمپونو ته د لېږلو لپاره عملیات پیل شوي دي.

له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستنیدونکي کډوال

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي نن سهار په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، ۶۴ هغه افغانان یې افغانستان ته رخصت کړل چې اسناد یې نه‌لرل.

هغه زیاته کړې، دا د ټولو هغو وګړو د بېرته ستنولو لپاره د دوی کلک هوډ ښيي چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني سند نه‌لري.

د پنجاب د پولیسو عثمان انور بیا په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د بې اسناده افغان کډوالو د ستنولو لپاره ۲ سوه زره پولیس موظف شوي دي.

هغه زیاتوي:

"په پنجاب کې مو ۲۵ لکه کېمرې نصب کړي. همدا ډول زموږ ۲ سوه زره ځواکونه د استخباراتي ادارو سره په همکارۍ د دې کار لپاره چمتو دي. دا چې ۳۱ اکټوبر پای ته رسېدلی، نو ټول بې اسناده کډوال باید د پاکستان پرېښودو ته چمتو اوسي. "

په همدې حال کې په ټول پاکستان کې په جوماتونو کې د پولیسو په وسیله اعلانونه کېږي چې غیرقانوني افغان کډوال باید له دې هېواد ووځي او تر خوا یې د کورونو له مالکانو غواړي، چې بې اسناده افغان کډوال له خپلو کورونو وباسي.

د پاکستان حکومت د اکټوبر ۳۱مه د بې‌اسناده افغان کډوالو لپاره مهلت ورکړی و چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي، خو داسې‌مهال چې دا نېټه پوره هم نه‌وه، له وړاندې افغان کډوالو ادعا کړې وه، چې پاکستاني پولیس یې ځوروي او رشوت هم ترې اخلي.