پاکستان نن افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پیل کړه

د پاکستان اړخ ته د تورخم دروازې ته څېرمه د افغان کډوالو ګڼه ګوڼه.

پاکستان نن افغانستان ته د څه باندې ۱.۷ میلیونه افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په رسمي ډول پيل کړه.

په پېښور کې د ازادي راډیو خبریال وایي، افغان کډوال او د هغوی کډې لومړی په لنډي کوتل سیمه کې جوړ شوي مرکز ته لېږدول کېږي او هلته له بایومټریک او ثبت وروسته تورخم ته روانېږي.

نن چهارشنبه شاوخوا سل کورنۍ او د هغوی کډې د لنډي کوتل د ساتنې مرکز ته رسېدلي او د ازادي راډیو د خبریال په وینا لسګونه نورې کډې دې ځای ته پر لاره دي.

د کډوالو او د هغوی د کډو د ثبت ټول بهیر د لنډي کوتل په کمپ کې ترسره کېږي او بیا تورخم کې په مستقیم ډول افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکول کېږي.

نن د کډوالو ترڅنګ د خیبر پښتونخوا چارواکو ویلي چې د اسلام اباد او پېښور له زندانونو هم نږدې ۱۲۰ افغانان لنډي کوټل ته لېږدول شوي چې وروسته به افغانستان ته ستانه کړای شي.

د خیبرپښتونخوا محکمې ویلي چې په تېرو شاوخوا دریو اونیو کې له یو لک او څلورو زرو زیات بې اسناده افغانان د تورخم له لارې په خپله خوښه افغانستان ته اوښتي دي.