په پاکستان کې له خطر سره د مخ کېدونکو افغانانو د تشخیص او خوندي کېدو غوښتنه شوې

د پاکستان اړخ کې تورخم دراوې ته څېرمه د افغانانو ګڼه ګوڼه چې افغانستان ته روان دي.

په پاکستان کې دېره بهرنیو سفارتونو او ملګرو ملتونو پر پاکستان غږ کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پرمهال هغه کسان چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ کېدای شي تشخیص او خوندي کړي.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د لویې کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' ویاند قیصرخان اپرېدي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې ملګرو ملتونو له چارواکو وغوښتل چې د یو هر اړخیز سیستم له مخې هغه کسان چې د ستنېدو په صورت کې د تعقیب او نیولو له خطر سره مخامخ کېدای شي وپېژني.

د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.