طالبان: ګاوندي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره مناسب چلند وکړي

له پاکستانه افغانستان ته تلونکې د افغان کډوالو کډې

د طالبانو حکومت د افغانستان له ګاونډیانو وغوښتل چې د اسلامي ورورولۍ اصل ته په پام له افغان کډوالو سره مناسب چلند وکړي.

د طالبانو حکومت پرون په یوه اعلامیه کې بې له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، له هغو هېوادونو چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې افغانانو ته ځای ورکړی، مننه کړې او له هغوی یې غوښتي چې افغانان دې نه اخراجوي.

د اعلامیې له مخې، افغان کډوال د هغو هېوادونو چې دوی په کې ژوند کوي امن ته کومه ستونزه نه جوړوي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینېټ پرون په خپله ایکس شبکه کې یو وار بیا له پاکستانه خپله غوښتنه تکرار کړه چې د افغان کډوالو د ډله‌ییز اخراج پروګرام په لغو کولو سره د افغانانو د یوه بل بحران مخه ونیسي.

هغه ویلي، له هرې ممکنه لارې به د افغانانو د حقونو دفاع ته دوام ورکوي.

په پاکستان کې د غیرقانوني کډوالو د استوګنې د پای لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل پرون سې شنبه د اکتوبر پر ۳۱مه پای ته ورسېد او له دغه هېواده د افغان کډوالو د اخراج پروسه نن لا سختېږي.